آرایشي محصولات – عوارض او احتیاطونه


آرایشي او حفظ الصحه محصولات

معمولاً هر انسان د پوستکي، ویښتو او نوکونو د آرایش، پاکولو، شفافیت او تازه والي لپاره مختلف آرایشي او حفظ الصحه محصولات کاروي. که څه هم دا محصولات په پراخه کچه کارول کیږي، خو بیا هم په ځینو کسانو کې له جانبي عوارضو او ناخوښو اثراتو څخه خالي نه دي. یو شمېر مهم عوارض او ستونزې یې په لاندې ډول دي:

۱. د محصولاتو کیفیت

تر ټولو لویه ستونزه د محصولاتو کیفیت دی. په بازار کې زرګونه آرایشي او حفظ الصحه محصولات له مختلفو شرکتونو څخه شتون لري، خو دا چې کوم یو اصلي دی او له کوم شرکت څخه باید واخیستل شي، یوه لویه پوښتنه ده. په افغانستان کې تر اوسه کومه منظمه څارنه یا سیستم نشته چې د دغو محصولاتو کیفیت وڅاري. حتی تر اوسه د «درمل» او «آرایشي محصولاتو (cosmetic)» تر منځ کومه قانوني فرق نه شته.


آرایشي محصولات

۲. غلط تبلیغات او برچسبونه

د محصولاتو برچسبونه ډېر وختونه یوازې تبلیغاتي دي او علمي اساس نه لري. ډېر محصولات قوي میوه اسیدونه لري چې په لومړیو ورځو کې سطحي پوسته لیرې کوي او لنډمهاله ښه والي احساس کیږي، خو که منظم مراقبت ونه شي، ټکې کیدای شي زیاتې شي.

۳. «ګیاهي» محصولات

ډېر محصولات په بازار کې «ګیاهي» بلل کیږي، خو په حقیقت کې ګیاهي نه دي.

۴. د پوستکي حساسیت

د آرایشي محصولاتو په وړاندې حساسیت یوه عمده ستونزه ده. تر ټولو زیات حساسیت رامنځته کوونکي محصولات: د ویښتو رنګونه، ضد لمر کریمونه او جوان کوونکي محصولات دي.

۵. د لمر حساسیت (Photosensitization)

ځینې آرایشي محصولات (په خاصه توګه هغه چې عطر لري) په پوستکي کې د لمر په وړاندې حساسیت رامنځته کوي.

۶. د ځواني دانې زیاتوالی

ځینې آرایشي محصولات د ځواني دانې لامل کیږي. معتبر شرکتونه خپل محصولات «non-comedogenic» یا «د ځواني دانې نه جوړوونکی» لیبل لګوي.

د محصولاتو په اخیستلو کې لارښوونې

  1. تل د کیفیت په اړه فکر وکړئ، نه یوازې قیمت.
  2. له معتبرو او مشهورو شرکتونو محصولات واخلئ.
  3. له باوري او معتبرو پلورونکو څخه واخلئ.
  4. د جوړولو او پای نیټې ته پام وکړئ او تازه محصول انتخاب کړئ.

د محصولاتو په کارولو کې لارښوونې

  1. تل د استعمال په وخت لاسونه ومینځئ.
  2. د محصول پوښۍ وروسته له کارولو حتماً بند کړئ.
  3. د نورو محصولات مه کاروئ او خپل محصولات هم نورو ته مه ورکوئ.
  4. د اوږدې مودې لپاره یو محصول مه کاروئ.
  5. د خوب په وخت حتماً آرایش له مخ څخه پاک کړئ.
  6. که پوستکی حساس، سور، خارښ لرونکی یا دانې لرونکی وي، هیڅ آرایشي محصول مه کاروئ.
  7. محصولات له لمر وړانګو لرې وساتئ.


برچسب‌ها: