ملاسما (Melasma) یا د مخ لکې:
ملاسما د مخ د پوستکي د لکو یو له عامو بڼو څخه ده چې په ځوانۍ کې په نارینهوو او ښځو دواړو کې لیدل کېږي، خو په ښځو کې یې د پېښېدو کچه د نارینهوو په پرتله ډېره زیاته ده. هغه لاملونه چې د داسې لکو د رامنځته کېدو سبب ګرځي، په لاندې ډول دي:
- په یو شمېر پېښو کې یې اصلي لامل نامالوم وي.
- د لمر وړانګو ته د اوږدې مودې لپاره مخامخ کېدل.
- د ټیټ کیفیت او جعلي آرایشي (سینګار) توکو کارول.
- د ځینو داسې درملو کارول چې په خولې خوړل کېږي او یا پر پوستکي وهل کېږي.
- اميندوارۍ (حاملګي) او د اميندوارۍ ضد ټابلېټونو کارول (چې د امېندوارۍ د ماسک په نوم هم یادېږي).
- د بدن د ویټامین B12 او فولیک اسید کمښت.
- د مخ د پوستکي حساسیت او د لمر په وړاندې حساس کېدل.
دا لکې ډېری په هغو کسانو کې لیدل کېږي چې تېره (غنم رنګه) پوستکی لري. دا کسان اکثرآ وخت د خپل پوستکي د رنګ له تېرېدو او د نسواري رنګه لکو (چې د پوستکي تر نارمل رنګ تېرې وي) له راپیدا کېدو څخه ځورېږي. دا لکې ډېری پر پوزه, اننګیو، تندي، زنه او د شونډو په شاوخوا کې راپورته کېږي؛ کېدای شي په یو شخص کې یوازې یوه سیمه، دوه سیمې او یا هم د مخ ټولې یادې شوې برخې ونیسي. له همدې امله د مخ لکې په لاندې ډولونو وېشل کېږي:
- د مخ مرکزي برخه: (پوزه، اننګي، زنه او تندی).
- ماندیبولار (Mandibular) بڼه: چې د ژامې پر هډوکي یا فک باندې لکې راپیدا کېږي.
- مالار (Malar) بڼه: چې یوازې د مخ پر اننګیو باندې لکې راخيژي.
د مخ لکې د لمر وړانګو ته په ودرېدو او د امېندوارۍ پر مهال نورې هم تېرې (شینډې) کېږي. همدارنګه د هغو د ژوروالي له مخې په لاندې ډولونو وېشل کېږي:
- • سطحي بڼه (Epidermal): دا ډول لکې درملنې ته ډېر ژر او ښه ځواب ورکوي او پایله یې د ډاکټر او ناروغ دواړو لپاره د قناعت وړ وي.
- • ژوره بڼه (Dermal): دا ډول لکې په ډېری پېښو کې د پوستکي د موضوعي کرمونو په وړاندې مقاومت کوي او ژر نه پاکېږي.
- • ګډه یا مرکبه بڼه (Mixed): چې د درملنې په مرسته تر یوې کچې پاکېږي، خو په بشپړ ډول له منځه نه ځي.
د مخ د لکو د درملنې لپاره له ځانګړو کرمونو او د خولې له لارې د خوړل کېدونکو درملو څخه ګټه اخیستل کېږي، چې پایلې یې د لکو د ژوروالي له مخې توپیر لري. د دې لپاره چې د مخ لکې په سمه توګه درملنه شي، درې بنسټیز شرایط شتون لري:
- د لمر مستقیمو وړانګو ته نه درېدل او پرهېز کول.
- په منظمه توګه د درملو کارول.
- اوږدمهاله درملنه، چې لږ تر لږه له درېیو څخه تر شپږو میاشتو پورې وخت نیسي.
د مخ د لکو د درملنې لپاره بېلابېل درمل شتون لري چې د لکو د شدت او د ناروغ د حالت په پام کې نیولو سره توصیه کېږي؛ خو په ډېری پېښو کې له هایدروکینون، ټریټینویین، د مېوې اسید لرونکو مشتقاتو په ځانګړې توګه ګلایګولیک اسید، ازالیک اسید، کوژیک اسید او اربوتین څخه ګټه اخیستل کېږي. دا توکي په بېلابېلو فیصدیو کې شتون لري چې د پوستکي د متخصصینو لخوا د هر تن د حالت سره سم تجویز کېږي. ورسره څنګ کې، د خولې داسې درمل هم ورکول کېږي چې د انټي اکسیډنټ (Antioxidant) اغېزې ولري. د پورته درملو سره یوځای د لمر ضد کرم (Sunscreen) کارول حتمي دي. په سختو او مقاومو پېښو کې بیا له کیمیاوي پیلینګ یا لایه بردارۍ (Peeling) څخه کار اخیستل کېږي. مایکروډرمابریشن (Microdermabrasion) یا د پوستکي سولول بله د درملنې لاره ده چې کله ناکله ورڅخه ګټه اخیستل کېږي. د لیزر په واسطه درملنه د دې حالت لپاره کوم ځانګړی استطباب (حتمي اړتیا) نلري، خو په هغو ځانګړو پېښو کې کارول کېدای شي.
د خوښۍ ځای دی چې اوس مهال په لومړي ځل په افغانستان کې، د کابل په ښار کې د مخ د لکو د درملنې نوي میتودونه لکه لایه برداري، د پوستکي سولول، زرقي درملنه (ميزوتراپي) او په ځانګړو مواردو کې د لیزر کارول زموږ په کلینیک کې ترسره کېږي، چې دا طریقې په هغو پېښو کې چې نورې درملنې ورته ګټورې نه وي واقع شوي، خورا ښه پایله ورکوي.
