پت (Urticaria) یا سرې تڼاکې:
پت د پوستکي یو وعایي (رګیز) غبرګون دی، چې د پوستکي پر مخ د ټپونو (Wheals)، سوروالي او پړسوب په بڼه راڅرګندېږي او معمولاً له سخت خارښت سره پیل کېږي. د پوستکي دغه سوروالی او سخت خارښت، ډېری وخت له سوځېدو یا د مېږیانو د تګ (سوزنک وهلو) له احساس سره مل وي. دا ټپونه د پوستکي د سیمهییز جذب او پړسوب (Local Edema) له امله رامنځته کېږي. کله ناکله د پړسوب د منځنۍ برخې کمښت رامنځته کېدای شي، چې په دې حالت کې پت د حلقوي (کړۍ ډوله) یا څو حلقوي بڼو په توګه لیدل کېږي.
کله ناکله دا پړسوب د پوښتکي په ژورو برخو کې رامنځته کېږي چې د (انژیوایډیما / Angioedema) په نوم یادېږي او کېدای شي له پت سره یوځای وي. انژیوایډیما کولای شي د هاضمې سیسټم او د تنفس لارې اغېزمنې کړي، چې په پایله کې یې د ګېډې درد او تنفسي ستونزې لکه د ساه لنډۍ او د غږ لرونکی تنفس راپیدا کېږي. په سختو پېښو کې د حساسیت شدید شاک (آنافیلاکسي / Anaphylaxis) او د وینې د فشار د پام وړ ټیټېدل هم رامنځته کېدای شي.
طبقه بندي (ډولونه)
پت په دوو عمومي بڼو څرګندېږي: حاد پت او مزمن پت.
- حاد پت (Acute Urticaria): دا ډول پت له څو ورځو څخه تر څو اونیو پورې دوام کوي. جلا جلا تڼاکې په ندرت سره له ۱۲ ساعتونو څخه ډېر (کله ناکله له ۲۴ څخه تر ۳۶ ساعتونو پورې) پاتې کېږي او حاد پت په ټولیزه توګه تر شپږو اونیو مخکې بېرته ښه کېږي.
- مزمن پت (Chronic Urticaria): که د پت او یا انژیوایډیما نښې تر ۶ اونیو یا له هغه څخه زیاتې دوام وکړي، د مزمن پت په نوم یادېږي. مزمن پت اکثره په لویه سالانو (بالغانو) کې لیدل کېږي او په ښځو کې د نارینهوو په پرتله دوه چنده زیات عام دی.
غیر معافیتي (Nonimmunologic) میکانیزمونه هم کولای شي د مسټ حجرو (Mast cells) د دانو د شیندلو (Degranulation) لامل شي او پت راپیدا کړي. پدې توکو کې اوپیاټونه (د اپینو مشتقات)، پولیمیکسین بي (Polymyxin B)، ټوبوکورارین، اسپرین او نور غیر سټرویډي ضد التهابي درمل (NSAIDs)، ټارټرازین او بینزواټ شامل دي. د مزمن پت له ۵۰٪ څخه ډېرې پېښې ایډیوپاتیک (Idiopathic) وي، پدې معنی چې اصلي لامل یې نشي موندل کېدای. فزیکي محرکات هم کولای شي د پت غبرګونونه راپیدا کړي چې د مزمن پت د پېښو نږدې ۷٪ تر ۱۷٪ پورې برخه جوړوي.
هغه پتونه چې د فزیکي محرکاتو له امله رامنځته کېږي عبارت دي له: ډرماټوګرافیک (پر پوستکي لیکل)، یخني، ګرمي، کولینرجیک، اوبه، د لمر وړانګې او لړزه (ویبراتوري). فزیکي پت معمولاً په هغو ناروغانو کې لیدل کېږي چې په مزمن پت اخته وي.
د پت د رامنځته کېدو لاملونه (ایتیولوژیک عوامل)
۱. درمل:
که څه هم ډېری درمل کولای شي بېلابېل حساسیتونه رامنځته کړي، خو د پت په بڼه د درملو د حساسیت کچه خورا لوړه ده. کله ناکله د ځینو درملو په وړاندې حساسیت، د ځینو خوړو، رنګونو یا په خوړو کې د ساتونکو توکو په وړاندې د متقابل حساسیت لامل ګرځي. د بېلګې په توګه، په شدیدو پېښو کې د پنسلین سره حساسیت د لبنیاتو په وړاندې هم غبرګون پاروي؛ ځکه لبنیات په خپل ترکیب کې د پنسلین خورا لږه کچه لري. څرنګه چې انسان لبنیات هره ورځ خوري، دا لامل د انسان له پامه لیرې پاتې کېږي او د مزمن یا دوامداره پت سبب ګرځي. همدارنګه د اسپرین په وړاندې الرژي (چې ډېره عامه ده) کولای شي له صنعتي رنګونو او د خوړو له ساتونکو توکو (چې ډېری په چمتو شویو خوړو او کنسروانو کې کارول کېږي) سره متقابل حساسیت (Cross reaction) رامنځته کړي. د مزمن پت شدیدوالی د اسپرین په کاروونکو کسانو کې تر ۳۰٪ پورې لیدل شوی دی.
۲. خوراکي توکي:
خوراکي توکي د حاد پت یو له عامو لاملونو څخه دي، په داسې حال کې چې په مزمن پت کې د خوړو رول خورا کم لیدل شوی دی. هغه خواړه چې ډېر الرژي زېږوونکي دي عبارت دي له: چاکلېټ، صدف لرونکي کبان (حلزون)، پاکستانۍ جلغوزې، بادام، بانجان رومي، ځمکني توت (توت فرنګي)، خربوزه، د خنزیر غوښه، پنیر، هوږه، پیاز، هګۍ، شیدې، مرچ او بېلابېل مصالحې. که چېرې حاد پت تکراري وي، نو د هغو خوړو یادښت کول چې هره ورځ خوړل کېږي او د پت د راپیدا کېدو سره یې پرتله کول، د حساسیت زېږوونکي خواړه په موندلو کې خورا مرسته کوي. د دې لپاره بېلابېل خوراکي رژیمونه وړاندیز کېږي چې ناروغ پکې د محدود وخت لپاره ځانګړي خواړه خوري او هر دوه تر درې ورځو وروسته نوي خواړه ورته اضافه کېږي ترڅو د حساسیت اصلي عامل مالوم شي.
۳. په خوړو کې ګډېدونکي (اضافي) توکي:
د مزمن پت له ۱۰٪ څخه کمې پېښې د خوړو د اضافي توکو له امله رامنځته کېږي. هغه طبیعي اضافي توکي چې په پت کې دخیل کېدای شي عبارت دي له: خمیرمایې (خمېره)، سالیسیلاټونه، سیټریک اسید، هګۍ، کبان او البومین. مصنوعي اضافي توکي بیا د ازو رنګونه (Azo dyes)، د بنزوئیک اسید مشتقات، سلفایټ او پنسلین دي. خمیرمایه په خوړو کې په پراخه کچه کارول کېږي؛ ځکه نو کله چې د خوړو پر اضافي توکو شک موجود وي، باید د شرابو، بیرو، پنیر، سرکې، تروو او مالګینو خوړو او د بانجانو د روب له خوړلو ډډه وشي.
۴. انتان (ساري ناروغۍ):
حاد پت کېدای شي د تنفسي لارو له انتاناتو سره مل وي. د تانسیلونو (ستوني غدودو)، غاښونو، سینوسونو، تریخي (کیسه صفرا)، پروستات، مثانې او پښتورګو سیمهییز انتانات باید د حاد یا مزمن پت د احتمالي لاملونو په توګه په پام کې ونیول شي. د هپاتایټس سي (Hepatitis C) په څېر مزمن ویروسي انتانات او د کولمو چینجي هم کولای شي د پت لامل وګرځي؛ پدې کې د اسکاریس، انکیلوستوما، سټرانګیلویډیس، فیلاریا، ایکینوکوکوس، شسټوسوما، ټریچینلا او ټوکسوکارا چینجي شامل دي.
۵. رواني او روحي اندېښنې:
رواني فشار او سټرس (Stress) کولای شي د پت نښې نورې هم شدیدې او زیاتې کړي.
۶. منتول (Menthol):
منتول هم د پت د راپیدا کېدو یو عامل کېدای شي. منتول په نعنا لرونکو (جوهردار) سګرټو، د غاښونو په خواږو ګولیو (آبنبات)، د ټوخي په شربتونو، د پوزې په هیدرولیکي رینځونکو (سپریانو) او یو شمېر موضوعي درملو کې شتون لري.
۷. سرطان:
کارسینوما او د هوچکین ناروغي د پت د رامنځته کېدو لامل ګرځي. همدارنګه په سړه هوا کې د پت پېښېدل له کرایوګلوبولینیمیا (Cryoglobulinemia) او لمفوسیټي لوکیمیا (د وینې سرطان یو ډول) سره یوځای په مزمنه بڼه راپور شوي دي.
۸. تنفسي توکي (Inhalants):
هغه توکي چې د تنفس له لارې بدن ته ننوځي او د پت لامل ګرځي عبارت دي له: د ګلانو ګرده، بڼکې (پرونه)، فارملډیهایډ، اکرولین (چې د خنزیر د غوښې د سورولو پر مهال یا د ګلیسرین لرونکو سګرټو لخوا تولیدېږي)، د سویا د غلو دانو غبار، د پخلي پر مهال د پیازو بوی، د پنبې د دانو دوړه، د کورنیو څارویو وړۍ او وېښتان، او ځینې تنفسي آرایشي او عطري توکي.
۹. الکول:
د الکولي مشروباتو څښل هم په مستقیم ډول د رګونو د پراخېدو او د پت د پېښو د رامنځته کېدو او پارېدو سبب ګرځي.

