د وېښتانو ساحوي تویېدل یا الوپسیا اریاتا (Alopecia Areata)؛ ډولونه، لاملونه او تداوي

الوپسیا اریاتا (Alopecia areata) یا د وېښتانو ساحوي تویېدل، د پوستکي او وېښتانو یوه عامه ناروغي ده چې په هغې کې د سر د یوې یا څو برخو وېښتان د سکې په څېر په ګردي شکل تویېږي او اړونده ساحه په بشپړ ډول خالي او ښویه ښکاري.

د ساحوي وېښتانو تویېدو نښې او پېژندنه

دا ناروغي ډېری وخت د سر په ساحه کې لیدل کېږي، خو ځینې وخت د بدن په نورو برخو کې هم رامنځته کېدای شي. دا ستونزه اکثراً بې له کوم درده، خارښ، سوځېدلو یا نورو ظاهري نښو وي او ناروغان پخپله پرې نه پوهېږي. ډېری وخت د ناروغ د فامیل غړي، سلمانان یا ارایشګران لومړی دغه خالي شوې ساحه ویني او ناروغ ورڅخه خبروي.

د الوپسیا اریاتا بېلابېل ډولونه

دا ناروغي په کلینیکي توګه په درېیو مهمو ډولونو وېشل کېږي:

۱. موضعي یا محدود ډول (Localised)

په دې حالت کې ستونزه په یوې یا څو محدودو ساحو کې وي او وېښتان یوازې د وړو سکو په څېر په مشخصو برخو کې تویېږي.

۲. ټولیز ډول یا الوپسیا توتالیس (Alopecia Totalis)

په دې بڼه کې د سر د پوستکي ټول وېښتان په بشپړ ډول تویېږي او په سر باندې هېڅ وېښته نه پاتې کېږي.

۳. نړیوال یا یونیورسال ډول (Alopecia Universalis)

دا د ناروغۍ تر ټولو شدیده بڼه ده، چې پکې د سر د وېښتانو سربېره د ټول بدن (لکه وروځې، باڼوګان، ږېره، برېتونه او د بدن نور وېښتان) په بشپړ ډول تویېږي.

دا ناروغي د پوستکي پر مخ څنګه ښکاري؟

ناروغي د یوې یا څو کوچنیو، ملو، ښویو او نرمو ساحو په بڼه پیلېږي چې په پوره توګه ګردي (مدور) یا بیضوي شکل لري او وېښتان پکې نه وي. که څه هم سر د دې ناروغۍ اصلي ځای دی، خو دا حالت کولای شي وروځې، باڼوګان, ږېره، برېتونه او د بدن نورې برخې هم اغېزمنې کړي.

دا ناروغي معمولاً تکرارېدونکې (متکرره) وي؛ داسې چې کېدای شي یوه ساحه ښه شي او وېښتان په کې بېرته راشنه شي، خو په عین وخت کې په بله برخه کې نوي وېښتان تویېدل پیل شي. ځینې وخت دا پروسه مخ په وړاندې ځي او د ټول سر یا د ټول بدن د وېښتانو د تویېدو لامل ګرځي.

څوک په دې ناروغۍ اخته کېږي؟

هر انسان په هر عمر کې کېدای شي په دې ناروغۍ اخته شي، خو پېښې یې ډېر کله په ماشومانو او ځوانانو کې لیدل کېږي. هغه کسان چې په لاندې کټګوریو کې راځي، د دې ناروغۍ په وړاندې ډېر حساس دي:

  • هغه کسان چې په کورنۍ کې د دې ناروغۍ مخینه یا تاریخچه ولري.
  • هغه اشخاص چې په کورنۍ کې یې د اتوپیک درماتیت (Atopic Dermatitis)، سالنډۍ (حساسیتي اسما) او د سترګو د سوروالي او حساسیت تاریخچه موجوده وي.
  • هغه ناروغان چې د شکرې (دیابیت) او یا د جاغور (تایرایډ ستونزو) په څېر ناروغۍ ولري.

د الوپسیا اریاتا اصلي لامل څه دی؟

ساحوي تویېدل یوه خودایمني یا اتوامون (Autoimmune) ناروغي ده. په دې حالت کې د انسان د بدن دفاعي ځواک (معافیتي سیسټم) په غلطۍ سره د وېښتانو پر پیازچو یا فولیکولونو برید کوي. د دې معافیتي حملې له امله، وېښتان لومړی نري کېږي او بیا تویېږي. په دې ناروغۍ کې د وېښتانو پیاز په بشپړ ډول ژوندی پاتې وي، خو معافیتي سیسټم ورته اجازه نه ورکوي چې وېښتان تولید کړي. د همدې امله، د مناسبې تداوۍ په واسطه وېښتان بېرته راشنه کېدای شي.

د ساحوي وېښتانو تویېدو تخصصي درملنه

په ځینو مواردو کې، دا ناروغي په پخپل سري ډول او پرته له کومې درملنې په خپله ښه کېږي او وېښتان بېرته وده کوي. خو په ډېری پېښو کې ناروغي تداوۍ ته اړتیا لري چې باید په پوره دقت سره د پوستکي د متخصص ډاکټر تر نظر لاندې ترسره شي.

د تداوۍ تخصصي اختیارونه (Treatment Options):

د ناروغۍ د شدت سره سم ډاکټران له لاندې طبي لارو چارو کار اخلي:

  • موضعي مرهمونه او محلولونه: لکه د کورټیکوسټرویډ قوي مرهمونه او د مینوکسیډیل (Minoxidil) محلول د وېښتانو د ودې د هڅونې لپاره.
  • موضعي پېچکارۍ (Intralesional Injections): د ناروغۍ په خالي شوې ساحه کې په مستقیم ډول د سټرویډي درملو (لکه Triamcinolone) زرق کول چې تر ټولو اغېزمنه او چټکه لاره ده.
  • خوړل کېدونکي درمل (Oral Medications): په هغو حالاتو کې چې ناروغي په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې وي، د سیسټمیک سټرویډونو یا معافیت مهارونکو درملو څخه کار اخیستل کېږي.

د درملنې له پیل څخه وروسته، وېښتان په لومړي سر کې د نریو، ضعیفو او سپین رنګه وېښتانو په توګه په راشنه کېدو پیل کوي، خو د تداوۍ په دوام او تکمیل سره د وېښتانو رنګ او کیفیت خپل عادي او نورمال حالت ته راګرځي.

د الوپسیا اریاتا پرمختللې درملنه د ډاکټر صیب عارف عابد په کلینیک کې

که تاسو یا ستاسو د کورنۍ غړي د سر، ږېرې یا وروځو د ساحوي وېښتانو تویېدو له ستونزې څخه کړېږئ، ستاسو د پوستکي او ښکلا تخصصي کلینیک ته مراجعه وکړئ ترڅو د دقیق تشخیص او تر ټولو نویو طبي پېچکاریو په واسطه مو وېښتان بېرته په ډاډمنه توګه راشنه شي.

برچسب‌ها: