د سترګو شاوخوا نسواري حلقې (Periorbital Hyperpigmentation)
عبارت له دې څخه دی چې د سترګو شاوخوا نسواري یا تیاره رنګ لرونکې حلقې رامنځته شي. دا ستونزه د ښکلا له پلوه ډېره ستونزمنه ده او اکثر ناروغان ترې رنځ وړي.
دا ناروغي ډېره په ښځو کې لیدل کیږي، خو په نارینه وو کې هم نادره نه ده.
لاملونه:
- ارثي او کورني (فامیلی) ناروغي
- د سترګو شاوخوا ته ضربه یا تصادم
- ځینې درمل لکه ماینوسایکلین (Minocycline) او کلوروکین (Chloroquine)
- کیمیاوي موادو سره اړیکه (لکه د سپینو زرو مرکبات او نور)
- د پوستکي التهابي ناروغیو وروسته
- جدي ناروغۍ لکه هپاټایټس، ملاریا، سوځېدنې او نور
- د جګر ناروغۍ، شدید او اوږد مهاله ستړیا د سترګو شاوخوا عضلاتو (ډېر لوستل، ټلویزیون، کمپیوټر او نور)
- بیخوبي، ناکافي یا نا آرامه خوب
- د بدن عمومي ضعف
- سینوزیت
- رواني تنګونه او اضطراب
- شديد او دوامداره سر درد
درملنه او مشورې:
- هغه عوامل چې ناروغي زیاتوي، تر ممکنه حده مخنیوی وکړئ.
- کافي خوب وکړئ (لږ تر لږه ۷ ساعته په ورځ).
- کله چې په لمر کې یاست، حتماً د لمر عینک (ډارک ګلاس) کاروئ.
- که ستاسو پوستکی وچ وي، مرطوب کوونکي کریم کاروئ.
- متوازن او سالم خواړه وخورئ چې د بدن ټولې اړتیاوې پوره کړي.
- د پوستکي متخصص لخوا ورکړل شوي درمل په منظم ډول او د هغه لارښوونې سره سم وکاروئ.
برچسبها:

