د سترګو شاوخوا نسواري حلقې

د سترګو شاوخوا نسواري حلقې (Periorbital Hyperpigmentation)

عبارت له دې څخه دی چې د سترګو شاوخوا نسواري یا تیاره رنګ لرونکې حلقې رامنځته شي. دا ستونزه د ښکلا له پلوه ډېره ستونزمنه ده او اکثر ناروغان ترې رنځ وړي.

دا ناروغي ډېره په ښځو کې لیدل کیږي، خو په نارینه وو کې هم نادره نه ده.

لاملونه:

  1. ارثي او کورني (فامیلی) ناروغي
  2. د سترګو شاوخوا ته ضربه یا تصادم
  3. ځینې درمل لکه ماینوسایکلین (Minocycline) او کلوروکین (Chloroquine)
  4. کیمیاوي موادو سره اړیکه (لکه د سپینو زرو مرکبات او نور)
  5. د پوستکي التهابي ناروغیو وروسته
  6. جدي ناروغۍ لکه هپاټایټس، ملاریا، سوځېدنې او نور
  7. د جګر ناروغۍ، شدید او اوږد مهاله ستړیا د سترګو شاوخوا عضلاتو (ډېر لوستل، ټلویزیون، کمپیوټر او نور)
  8. بیخوبي، ناکافي یا نا آرامه خوب
  9. د بدن عمومي ضعف
  10. سینوزیت
  11. رواني تنګونه او اضطراب
  12. شديد او دوامداره سر درد

درملنه او مشورې:

  • هغه عوامل چې ناروغي زیاتوي، تر ممکنه حده مخنیوی وکړئ.
  • کافي خوب وکړئ (لږ تر لږه ۷ ساعته په ورځ).
  • کله چې په لمر کې یاست، حتماً د لمر عینک (ډارک ګلاس) کاروئ.
  • که ستاسو پوستکی وچ وي، مرطوب کوونکي کریم کاروئ.
  • متوازن او سالم خواړه وخورئ چې د بدن ټولې اړتیاوې پوره کړي.
  • د پوستکي متخصص لخوا ورکړل شوي درمل په منظم ډول او د هغه لارښوونې سره سم وکاروئ.
برچسب‌ها: