کونجتک یا مګسک ( نسکک)
دا یو عامیانه اصطلاح ده چې په مخ، لاسونو او د بدن په نورو برخو کې د ګڼ شمېر کوچنیو رنګو لکو د راپیدا کېدو څخه عبارت ده. مګر د پوستکي د متخصصینو له نظره، دا حالت او د هغې د رامنځته کېدو لاملونه په دوه ډوله دي:
۱. افیلایډ یا فرکل:
کوچنۍ، تورې یا تور رنګه لکې دي چې په هغو ماشومانو کې پیدا کېږي چې د سپین پوستکي، خرمایي وېښتانو او شنه یا آبي سترګو لرونکي وي. دا ناروغي په ماشومتوب کې پیل کېږي او د وخت په تېرېدو سره پرمختګ کوي.
د داسې لکو د رامنځته کېدو لامل، د لمر وړانګو ته د نسبتاً اوږدې مودې لپاره د مخامخ کېدو پر مهال د پوستکي د رنګ جوړوونکو حجرو د فعالیت زیاتوالی دی. دا لکې د بهار او دوبي په فصلونو کې ډېرې تېرې (شینډې) او په ژمي کې بېرته کمرنګه کېږي.
دا لکې ډېری وخت په مخ یا په ځانګړې توګه پر پوزه، اننګیو او د پوستکي په نورو برخو کې راپیدا کېږي؛ مګر په لاسونو، غاړه او د پوستکي په هغو نورو برخو کې هم راختلی شي چې د لمر وړانګو ته سیده برابریږي.
د مخ د مګسک په رامنځته کېدو کې لاندې لاملونه رول درلودلی شي:
۱. ارثيت: بې له شکه د مخ د مګسک په پیدا کېدو کې ارثي عوامل شامل دي؛ د پوستکي سپینوالی، شنې او آبي سترګې او د شخص خرمایي وېښتان هغه پر دې ناروغۍ د اخته کېدو لپاره چمتو کوي.
۲. د لمر وړانګې: د لمر وړانګو ته درېدل په هغو کسانو کې چې د دې حالت زمینه لري، د لکو د جوړېدو لامل ګرځي او په دې پروسه کې د لمر دواړه الټراوایلیټ (ماورای بنفش) شعاوې A او B رول لري.
۳. نیوروفیبروماتوزیس: دا یوه ارثي ناروغي ده چې اکثره وخت پهکې د تخرګونو په ناحیه کې د مګسک لکې لیدل کېږي.
۴. Xeroderma pigmentosum: دا د پوستکي یوه نادره ناروغي ده چې پهکې مګسک رامنځته کېږي او د لمر د وړانګو په وړاندې د سخت عدم زغم سره مل وي. په هغو کسانو کې چې تور وېښتان لري، د مګسک شتون ښايي پر دې ناروغۍ د اخته کېدو نښه وي.

د دې لکو د درملنې لپاره د لمر وړانګو ته له درېدو څخه ډډه کول او د لمر ضد کرمونو کارول حتمي دي. په سپکو پېښو کې د سپینونکو (روښانه کوونکو) کرمونو کارول او د لمر له وړانګو څخه د پوستکي ساتنه د دې حالت د ښه کېدو لامل کېدای شي؛ مګر په سختو پېښو کې بیا د لیزر په واسطه درملنې ته اړتیا لیدل کېږي. په ۳ یا ۴ ناستو (جلسو) لیزر درملنې او د لمر له وړانګو څخه په کلکې ساتنې سره، د مګسک لکې تر ډېره بریده له منځه ځي.
د پوستکي مړه حجرو لرې کول (لایهبرداري) بله طریقه ده چې د مخ د مګسک د درملنې لپاره کارول کېږي، مګر د دې پایلې به تر لیزر درملنې کمې وي.
د پوستکي مړه حجرو لرې کول (لایهبرداري) بله طریقه ده چې د مخ د مګسک د درملنې لپاره کارول کېږي، مګر د دې پایلې به تر لیزر درملنې کمې وي.
لنتیګو lentigo
لنتیګو په دوه ډوله ده:
ساده لنتیګو: په دې ناروغۍ کې هم د ۲ څخه تر ۱۵ ملي مترو پورې کوچنۍ لکې پیدا کېږي چې کولای شي مخ، لاسونه او د بدن نورې برخې اغېزمنې کړي. له فرکل (مګسک) سره یې توپیر دا دی چې د دې رامنځته کېدل د لمر له وړانګو سره تړاو نلري او د پوستکي په پټو او بربنډو دواړو برخو کې راپیدا کېږي. د لنتیګو لکې تر افیلایډ تېرې وي او رنګ یې له توره څخه تر بل هر تېره رنګه پورې توپیر کوي. دا لکې ډېری په مخ کې وي، مګر کېدای شي په موضعي ډول د بدن په یوه برخه کې وي او یا هم په عمومي توګه ټول پوټکی ونیسي. د دې ناروغۍ لامل د پوستکي د رنګ جوړوونکو حجرو د شمېر زیاتوالی دی. دا لکې د بدن له داخلي سیسټمیکو ناروغیو سره تړاو نلري؛ یا د زیږون پر مهال شتون لري او یا هم له زیږون وروسته په ماشومتوب کې پیدا کېږي.
د دې لکو درملنه هم د لمر له وړانګو څخه پرهېز، د روښانه کوونکو کرمونو کارولو او په ځانګړو پېښو کې د لیزر او لایهبردارۍ کارولو ته اړتیا لري.
د لمر لنتیګو: چې د عمر د زیاتوالي د لنتیګو په نوم هم یادېږي او د لمر وړانګو ته په مخامخ شویو برخو کې رامنځته کېږي. دا ډېری په مخ او لاسونو کې لیدل کېږي. له ساده لنتیګو سره یې توپیر دا دی چې د لکو کچه یې لویه وي او له ۵ ملي مترو څخه تر ۲ سانتي مترو پورې رسېږي، او په هغو کسانو کې لیدل کېږي چې تېره پوستکی ولري. دا بیا په دوه ډوله ده:
· د ځوانۍ د لمر لنتیګو: چې په کم عمر کې پیل کېږي؛ تر دې چې په آسټرالیا کې د اوزون طبقې د زیانمن کېدو له امله دا ناروغي په ۱۲ کلنۍ کې پیل کېږي.
· د زوړوالي د لمر لنتیګو (Geriatric): چې په پرمختللي او پاخه عمر کې رامنځته کېږي.
له نورو سنډرومونو سره مل لنتیګو: چې خورا نادره ده او دلته یې یادونه اړینه نه ده.
برچسبها: